۰

امریکا بیا د سوریې په تړاو ترکیې ته خبرداری ورکړی دی

پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
امریکا یو ځل بیا ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې که سوریه کې د کردانو پر ضد عملیات پیل کړي نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
امریکا بیا د سوریې په تړاو ترکیې ته خبرداری ورکړی دی
امریکا یو ځل بیا ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې که سوریه کې د کردانو پر ضد عملیات پیل کړي نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دوه ورځې وړاندې ویلي و، که ترکیه په سوریه کې د کردانو پر ضد عملیات پیل کړي، نو اقتصاد به یې ورتبا کړي.

اوس تازه مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام چې ټرمپ ته نږدې کس دی وایي ترکیې په سوریه کې د کوردانو پر ضد عملیات پیل کړل چې ښایي دغه هېواد ته په ګرانه بیه پرېوځي.

سناتور لیندسي ګراهام ویلي دوی پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې پر ترکیه ویجاړوونکو بندیزونه وضع کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه بندیزونه به د ترکیې اقتصاد او پوځ سخت وځپي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې تېره ورځ په سوریه کې د کورد وسله والو پر ضد هوایي بریدونه وکړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي