۰

طالبانو غور کې خپل دوه مهم غړي محاکمه کړي دي

پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۰
د غور سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې خپل دوه مهم غړي صحرايي محاکمه کړي دي.
طالبانو غور کې خپل دوه مهم غړي محاکمه کړي دي
د غور سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې خپل دوه مهم غړي صحرايي محاکمه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غور د ولایت مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د تلې ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پر محاکمه شویو طالبانو تور و، چې د خپلو مشرانو د ترور پلان یې درلود.

سرچینه زیاتوي، چې دغه دواړه کسان له پنځو کلونو راهیسې د طالبانو سره وو خو اوس د لاسي بمونو د ساتلو او طالبانو د مهمو مشرانو د ترور د نیت لرلو په جرم محاکمه شوي دي.

سرچینه زیاتوي،عبدالله ولد غلام او ذبیح الله ولد رمضان د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د غور لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي احمدشاه له لوري محاکمه شوي دي.

خبرپاڼه کې نه دي راغلي چې طالبانو پر دغو دوه کسانو څه کړي دي؟ خو وايي، د دغو دواړو طالبانو محاکمه د طالبانو په دودیز ډول شوې ده.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي