محب: طالبان د جګړې او سولې په اړه یوه خوله نه دي

17 میزان 1398 ساعت 15:02

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، افغان حکومت تر بل هرچا ډېر د سولې د راوستو په لاره کې هڅې کوي او دې برخې ته ژمنتیا لري.


د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، افغان حکومت تر بل هرچا ډېر د سولې د راوستو په لاره کې هڅې کوي او دې برخې ته ژمنتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې کابل کې د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کي سره لیدنه کې کړې او د طالبانو پر نیت او لوري شک ښودلو ته په اشارې یې و ویلو چې یاده ډله سره وېشلې او د سولې او جګړې په اړه یوه خوله نه دي.

ملي امنیت شورا  د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د محب له قوله ویلي، د طالبانو د مشرتابه، سیاسي استازو او د ډګر د جنګیالو ترمنځ د فکر او عمل توپیر دی او همدې خبرې دا ستونزه رامنځته کړې، چې له طالبانو سره د سولې په اړه عجولانه خبرې او بحثونه دې ښې پایلې ونه لري.

په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کې سره په خبرو کې نوموړي په ډاګه کړه، چې اړتیا ده د سولې لپاره لومړی اوربند او بيا بین الافغاني خبرې وشي، چې مالومه شي طالبان په خبرو اترو کې څومره ريښتيني دي او ددوی پرېکړې تر کومې کچې په کومو سیمو کې عملي کېږي.

د ناټو ملکي استازي هم په داسې حال کې، چې د هر کړکېچ د حل لار خبرې اترې وبللې ټینګار وکړ، چې ددې سازمان غړي هیوادونه ټول د بین الافغانی تفاهم پلوي کوي او ترڅنګ یې له افغان دولت سره په کړو ژمنو او ملاتړ ولاړ دي.

ده وویل، چې افغان ځواکونو ښه وده کړې او لاسته راوړنې یې د پام وړ دي او ناټو به یې د ملاتړ، تجهیز او روزنې په برخه کې هڅې جاري وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121193

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121193/

جمهور
  https://www.jomhornews.com