۰
بلقیس روشن:

افغانستان د امریکا او طالبانو له خوا پر پاکستان پلور ته وړاندې شوی دی

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن اسلام آباد کې د طالبانو او خلیلزاد وروستي سفر او لیدنې ته په اشارې وایي، افغانستان د امریکا او طالبانو له خوا پر پاکستان د پلور لپاره وړاندې شوی دی.
افغانستان د امریکا او طالبانو له خوا پر پاکستان پلور ته وړاندې شوی دی
د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن اسلام آباد کې د طالبانو او خلیلزاد وروستي سفر او لیدنې ته په اشارې وایي، افغانستان د امریکا او طالبانو له خوا پر پاکستان د پلور لپاره وړاندې شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی او خلیلزاد تېره اوونۍ پاکستان ته سفر درلود، چې هلته یې له پاکستاني چارواکو سره پر لیدنې سربېره خپل منځي لیدنه هم وکړه.

د طالبانو، خلیلزاد او پاکستاني چارواکو د لیدنې جزیات په ډاګه نه شول، خو ویل کېږي، دوی د سولې د خبرو پر بیا پیل او دغه راز د زندانیانو پر تبادلې خبرې کړې دي.

تر دغه لیدنو وروسته طالبانو هم تایید کړه، چې په غیر رسمي ډول یې له خلیلزاد سره لیدلي او تمه ده، چې د سولې خبرې بیا پیل شي.

دغه راز تر دې لیدونو وروسته طالبانو دا هم تایید کړه، چې د دوی د درې مهمو مشرانو په ګډون ۱۱ تنه طالب زندانیان د دریو هندي انجینرانو چې طالبانو سره برمته وو، تبادله شول.

د طالبانو او خلیلزاد همدې سفر او لیدنې ته په اشارې د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن نن چهارشنبې د تلې ۱۷ مه د جرګې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د طالبانو او امریکا تر منځ پټې خبرې روانې دي، او د دوی له خوا افغانستان پر پاکستان د پلورلو لپاره وړاندې شوی دی.

نوموړې خبرداری ورکړ، چې که د طالبانو او امریکا د وروستیو پتو توافقاتو په اړه سیاسي بنسټونه په ځانګړي ډول د حکومت او ملي شورا خاموشي همداسې دوام وکړي، ډېری طب زندانیان به خوشي او د جګړې په لیکو کې به د افغان ځواکونو تلفات زیات شي.

اغلې روشن له ټولو سیاسیونو او سیاسي بنسټونو غوښتنه وکړه، چې که رښتیا وايي، نو د هېواد د ملي ګټو په تړاو دې مسوولانه چلند وکړي او د افغانستان د پلورلو مخه د ونیسي.

هغې د حکومت او ملي شورا ټول فعالیتونه نمايشي وبلل زیاته یې کړه، چې چارواکي باید له نمایشي کارونو لاس واخلي او عمل د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي