آلمان ۴۴ نور افغان پناه غوښتونکي کابل ته رالېږلي

17 میزان 1398 ساعت 12:30

له المان څخه د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په لړ کې دغه هېواد تازه ۴۴ نور افغان پناه غوښتونکي هم له خپل هېواده ایستلي او کابل ته یې رالېږلي دي.


له المان څخه د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په لړ کې دغه هېواد تازه ۴۴ نور افغان پناه غوښتونکي هم له خپل هېواده ایستلي او کابل ته یې رالېږلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الماني رسنۍ وايي، دا اته ویشتمه ډله افغان پناه غوښتونکي و چې له جرمني بېرته افغانستان ته واستول شول.

په ورته وخت کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر منصوبینو هم تایید کړې، چې له المان څخه را ایتسل شوي ۴۴ افغان پناه غوښتونکي نن چهارشنبې د تلې ۱۷ مه کابل ته رارسېدلي دي.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر منصوبین وایي په دې کې هغه افغان کډوال شامل دي چې د پنا غوښتنه یې په المان کې نه ده منل شوې.

المان له میاشتو راهیسې له افغان حکومت سره تر یوې هوکړې وروسته سلګونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

باید و ویل شي، چې د ۲۰۱۶ کال له ډسمبره ۷۲۰ تنه افغانان له جرمني ایستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121175

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121175/

جمهور
  https://www.jomhornews.com