۰

امریکايي سناتورانو له جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې

سی شنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۳
دوه امریکايي سناتورانو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان او کشمیر په اړه خبرې اترې کړې دي.
امریکايي سناتورانو له جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې
دوه امریکايي سناتورانو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان او کشمیر په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکايي سناتورانو او جنرال باجوه لیدنه او خبرې پرون دوشنبې د تلې ۱۵ مه د پاکستان په راولپندۍ په یوه پوځي مرکز کې شوې دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا د سنا جرګې غړیو کریسټوفر فان هیلن او میګي حسن له جنرال باجوه سره د سیمې د امنیت، دوه اړخیزه اړیکو او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

خبرپاڼه وایي، امریکايي سناتورانو د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان د هلوځلو ستاینه وکړه خو په دې اړه یې نور جزیات نه دی ورکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم اسلام آباد ته تللی و او د لومړي وزیر عمران خان، جنرال باجوه او بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدلي وو.

د دغو لیدونو جزیات خپاره نه شول، خو د دریو هندي انجینرانو په بدل کې د ۱۱ طالبانو تر خوشي کېدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګڼې دغه معلومات د خلیلزاد او پاکستاني چارواکو په لیدنه کې شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي