ټرمپ:

امریکا نور باید له احمقانه اوږدو جګړو راوباسو

16 میزان 1398 ساعت 7:58

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي ښه کار یې وکړ، چې له سوریې څخه یې خپل ځواکونه راایستلي دي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي ښه کار یې وکړ، چې له سوریې څخه یې خپل ځواکونه راایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ همدې ته په اشارې ویلي، امریکایان باید نور له نه ختمېدونکو احمقانه جګړو څخه پښه راوباسي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې همدا اوس له کرد پلوه مېلشو څخه د واشنګټن ملاتړ ډېر قیمتي ورته تمامېږي او نور له سوریې څخه تر وتلو وروسته باید ترکیه او کردان خپلې ستونزې په خپلو کې سره حل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس باید اروپا، ترکیه، سوریه، ایران، عراق، روسیه او کردان خپلې ستونزې پخپله حل کړي.

ټرمپ د افغانستان په اړه هم وړاندې څو ځلې ویلي و، چې دغه جګړه ورته بې ګټې ده او باید نور دغه ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121130

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121130/

جمهور
  https://www.jomhornews.com