سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي اردو د جلب و جذب په موټر د شوې چاودنې مرګ ژوبله ۳۸ تنو ته رسېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سپینې ماڼۍ سره نېږدې پرون دوشنبې د تلې ۱۵ مه مازیګر مهال د ملي اردو د جلب و جذب په کاسټر موټر چاودنه وشوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودېدونکي توکي په یوه زرنج رکشا کې ځای پر ځای او کله چې موټر د یادې سیمې څخه تېرېده چاودنه یې پرې کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د یوه ماشومان په ګډون ۱۰ تنه شهیدان او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي، چې لس یې ملکي وګړي دي.
د پېښې ټپیان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار