۰
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا:

ټاکنې ګټونکی نه لري اوس درېیم انتخاب ته اړتیا ده

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۰
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا وایي، چې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې ګټونکی نه لري او اوس له بحران څخه د افغانستان د ایستلو لپاره درېم انتخاب ته اړتیا ده.
ټاکنې ګټونکی نه لري اوس درېیم انتخاب ته اړتیا ده
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا وایي، چې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې ګټونکی نه لري او اوس له بحران څخه د افغانستان د ایستلو لپاره درېم انتخاب ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی نن دوشنبې د تلې ۱۵ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وویل، چې په ټاکنوکې پوره درغلي شوې او ټاکنې له بحران سره مخ دي.

 دغې شورا د دریمې لار او انتخاب په تړاو ډېر څه ونه ویل خ زیاتوي چې له نورو ملي او خلکو ته وفاداره سیاسیونو سره د ټاکنیز بحران د مهار لپاره په دریم انتخاب ګډ کار کوي.

رحمت الله نبیل، احمدولي مسعود، فرامرزتمنا او محمد شهاب حکیمي چې په دغه غونده کې خبرې وکړې، د حکومت برحاله ټیمونه په پراخې درغلۍ او دولتي امکاناتو په کارولو تورن کړل.

احمدولي مسعود و ویل، چې حاکمو دواړو ټیمونو په داسې حال کې، چې خبرو و ټاکنې تر سره کېږي، نور نوماندان یې د سولې په پلمه په دې اندېښنه کې اچولي و، چې کېدای شي ټاکنې ونه شي.

دغه راز نبیل بیا و ویل، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو یوه ټیم په کمپاینونو کې ۱۷۲ میلیون ډالره لګولي او ډېرو والیانو، ولسوالانو او قوماندانو ته یې پیسې ورکړې، چې د دوی په ګټه صندوقونه له رایو ډک کړي.

 دغې شورا پر دولت ساز او ثبات و همپالنې ټیمونو د دولتي توب تور لګولی او وايي ټوله ټاکنیزه پروسه همدوی په ولکه او انحصار کې نیولې وه چې اوس یو بل ته ګواښونه هم کوي.

 د  دغې شورا په ګډه اعلامیه کې هم چې له خبري غونډې وروسته یې خپره کړه، راغلي چې ترسره شوې ټاکنې ګټونکی نه لري او که څوک په کې بریالی هم اعلان شي ولسي مشروعیت به ونه لري ځکه خلکو په ټاکنو کې کم ګډو کړی و.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون وايي، سږنیو ولسمشریزو ټاکنو کې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره کسانو رایې کارولې دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي