ملي دفاع وزارت تخار ولایت کې د هوایي برید پر مهال د وسله والو طالبانو د یوه ولسوال او یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د تلې ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان هوايي ځواک د تخار خواجه غار ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې د نمک آب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال برهاني ګجر او د هغوی یو قاضي وژل شوی دی.
خبرپاڼه وایي، د دې تر څنګ په یاد هوایي برید کې ۱۱ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت وايي، تخار کې د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم روان دی او تر هغه به دوام وکړي، تر چې یاد ولایت په مکمل ډول د طالبانو له شتون څخه پاک شوی نه وي.
طالبانو څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل