په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، د ۲۰۱ سېلاب قول رادو د سرحدي قطعې قوماندان حمیدالله په خپل منځي نښته کې وژل شوی او د یوه بلوک قوماندان ټپي شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۱ سېلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه نن دوشنبې د تلې ۱۵ مه سهار وختي ۵:۳۰ بجې د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
خبرپاڼه وایي، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سرحدي قطعې د قوماندان حمیدالله او د یوه سرحدي بلوک د قوماندان منځ لومړی لفظي شخړه وشوه، چې وروسته یې خبر لوړه شوه.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د عامه اړیکو مسوول محمد هارون یوسفری وایي، تر لفظي شخړې وروسته د بلوک قوماندان د سرحدي قطعې په قوماندان ډزې وکړې او هغه یې و واژه.
دی وایي، د قوماندان تر وژل کېدو وروسته د هغه ساتونکو د بلوک پر قوماندان ډزې کړې، چې ټپي شوی او د درملنې لپاره د خوږیاڼو روغتون ته وړل شوی دی.
نوموی زیاتوي، چې د پېښې د څېړلو لپاره د ۲۰۱ سېلاب قول اردو یو پلاوی خوږیاڼو ولسوالۍ ته لېږل شوی دی، چې دقیقې څېړنې وکړي.
دا په تېرو ۱۸ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د افغان پوځ د افسرانو تر منځ یو پر بل مخامخ ډزې کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل