۰
د ولسمشر غني او عبدالله بیا ځلي اختلاف:

یوه د بهرنیو چارو وزارت ویاند لرې، بل یې پر دندې د پاتې کېدو ویلي

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه فرمان پر اساس د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له دندې لرې کړ خو ډاکتر عبدالله عبدالله د یوې اعلامیې په ورکولو سره د هغه د دندې پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.
یوه د بهرنیو چارو وزارت ویاند لرې، بل یې پر دندې د پاتې کېدو ویلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه فرمان پر اساس د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له دندې لرې کړ خو ډاکتر عبدالله عبدالله د یوې اعلامیې په ورکولو سره د هغه د دندې پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ ویاند صدیقي صدیقي وایي، احمدي په رسنیو کې د خپلو غیر مسوولانه څرګندونو په تړاو له دندې لرې کړای شوی دی.

نوموړي و ویل، ولسمشر د یوه فرمان په اساس په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د مرستیال په توګه ټاکلی، چې د نوي ویاند تر ټاکل کېدو پورې به د یاد وزارت د ویندويۍ چارو سرپرستي هم کوي.

د صدیقي په وینا د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د غیر مسوولانه څرګندونو له کبله د دندې څخه لرې کړل شوی دی.

د ارګ د ویاند له دغه څرګندونو وروسته د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لرې کولو سره مخالفت وښود.

نوموړي په اعلامیه کې ویلي، چې احمدي د سولې پروسې په اړه د بهرنیو چارو وزارت دریځ بیان کړی او هغه به د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر پای پورې خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

د یادونې ده، چې د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ د نظر اختلاف اسلام آباد ته د طالبانو د سفر په سر رامنځ ته شو.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي هغه مهال ویلي و، چې اسلام آباد ته د طالبانو سفر په داسې حال کې، چې دوی لا هم تاوتریخوالی کوي، د ټولو اصولو او د هېوادونو تر منځ د اړیکو خلاف عمل دی.

صدیقي زیاته کړې وه، د سولې په تړاو هغه ناستې، چې افغان حکومت او افغانان په کې نه وي، د سولې سره هېڅ ډول مرسته نه شي کولی.

خو د صدیقي تر دغه څرګندونو یوه ورځ وروسته د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي په یوه خبري غونده کې و ویل، چې دوی د سولې په برخه کې د هر هېواد د هڅو هرکلی کوي او تمه لري، چې اسلام آباد به طالبان بین الاافغاني ناستې او خبرو ته راکاږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند تر څرګندونو وروسته د ارګ ویاند صدیقي صدیقي دغه ډول څرګندونې د احمدي شخصي نظر وباله او ویې ویل، چې دا د سولې په اړه د افغان حکومت رسمي دریځ نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي