۰
اسلام آباد کې د طالبانو او خلیلزاد لیدنې په اړه د مشرانو جرګې غبرګون!

پاکستان او امریکا د افغانستان مالکان نه دي، افغان حکومت د غبرګون وښيي

یکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د افغانستان مشرانو جرګې اسلام آباد کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي او خلیلزاد پر لیدنه او خبرو نیوکه وکړه ویې ویل، پاکستان او امریکا فکر کوي، چې د افغانستان مالکان دوی دی.
پاکستان او امریکا د افغانستان مالکان نه دي، افغان حکومت د غبرګون وښيي
د افغانستان مشرانو جرګې اسلام آباد کې د  ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي او خلیلزاد پر لیدنه او خبرو نیوکه وکړه ویې ویل، پاکستان او امریکا فکر کوي، چې د افغانستان مالکان دوی دی.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د نن یکشنبې د تلې ۱۴ مې عمومي غونډه کې سناتورانو ویل د افغان حکومت له حضور پرته اسلام آباد کې د طالب پلاوي او خلیلزاد لیدنه په دې مانا ده، چې ګڼې د افغانستان مالکان امریکا او پاکستان وي.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، ګواښ دا دی، چې ترهګرو د ترهګرو ملاتړي هېواد ته ورغلي و او د یوه بل هېواد له پلاوي سره یې د افغانستان پر سوله خبرې کولې.

ښاغلي مسلم یار ټینګار وکړ، چې هېڅ بهرنی نه شي کولی د افغانستان د سولې په اړه تصمیم ونیسي او که یې ونیسي هم د منلو نه دی.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو په وینا یې په خواشنۍ سره چې طالبان د پردیو استخباراتو نوکری ته ژمن دي او د افغانستان خلکو ته هېڅ ژمنتیا نه لري.

مسلم یار دې ته په اشارې چې د طالبانو د قطر دفتر مشر او د امارت مرستیال ملا عبدالغني برادر ۱۰ کاله د پاکستان په زندان کې و، وویل«که طالبان او ملابرادر د بهرنیو د لاس آله نه وي، څنګه بیا هم پاکستان ته ولاړ او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته یې ډالۍ ورکړه، دا خبره هم د افغانستان لپاره دردونکې او هم خطرناکه ده.»

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزد یار هم د طالبانو او خلیلزاد تر منځ لیدنه باندې نیوکه وکړه ویې ویل، چې افغان حکومت باید په دې اړه جدي غبرګون ښکاره کړي.

مشرانو جرګې دغه څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې د تېرې سه شنبې په ورځ د خلیلزاد په مشرۍ امریکايي او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي اسلام آباد ته ولاړل.

راپورونه وایي، دواړو لورو لومړی د پاکستاني چارواکو او بیا وروسته په خپل منځ کې سره ولیدل او یو ساعت یې خبرې وکړې.

په خوله رسنیو خپره شوې ویډیو هم ښيي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالب پلاوی تود هرکلی کوي او طالب مشران هم ورته کڅوړه کې ډالی ورکوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي