مایک پمپیو:

د ټرمپ په استیضاح کې له کانګرس سره همکاري کوو

14 میزان 1398 ساعت 8:47

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح په برخه کې له کانګریس سره همکارۍ ته چمتو دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح په برخه کې له کانګریس سره همکارۍ ته چمتو دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو وايي، دوی تیار دي، چې د ټرمپ به استیضاح کې همکاري وکړي، خو زیاتوي، دا یو سیاسي اقدام دی.

پمپیو دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا کانګرس هڅې پیل کړې، ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو استیضاح کړي.

کانګرس د ټرمپ پر ضد کره سندونه ټول کړي او هغه یې د ځينو تلیفوني مکالمو په خاطر غواړي استیضاح کړي.

کانګرس سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ته رسمي غوښتنلیکونه لېږلي دي او له دوی یې غوښتي چې ژر تر ژره په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

مایک پمپیو وایي دوی د قانون په چوکاټ کې دې ته تیار دي چې له کانګرس سره په دې تړاو همکاري وکړي.

ټرمپ د کانګرس دې کار ته په غبرګون کې د امریکا داسې ولسمشر دی چې دغه هېواد ته یې ګټې راوړې دي او د اړیکو او سیاسي معاملو تر څټ یې خیانت نشته دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121055

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121055/

جمهور
  https://www.jomhornews.com