په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، خو ځینې سرچینې وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالب پلاوي سره کتلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبان او خلیلزاد د تېرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسېدل او ویل کېږي، لیدنه یې د پنشنبې په ورځ شوې ده.
یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي رویټرز خبري آژانس ته د دې لیدنې پخلی کړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزرات او طالبانو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
طالبانو وړاندې ویلي و، چې که زلمي خلیلزاد وغواړي د دوی پلاوی به ورسره وګوري، خو اوس پاکستاني چارواکو تایید کړې، چې دوی سره لیدلي او خبرو یې نېږدې یو ساعت دوام وکړ.
یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي ویلي، د طالبانو استازو له زلمي خلیلزاد سره وکتل، څه چې ویلی شم هغه دا دي چې پاکستان لوی رول ولوباوه چې د دوی کتنه د سولې لپاره څومره مهمه ده.»
اژانس وايي چې دغه پاکستاني چارواکي په دې خاطر چې په دې اړه د خبرو کولو اجازه یې نه لرله، د نوم له ښودلو ډډه وکړه. بلې سرچینې هم د دوی کتنه تایید کړه.
دواړه سرچینې وايي د دواړو خواوو پر تېرو مذاکرو بحث ونه شو خو تمرکز یې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد پر رامنځته کولو و.
که خلیلزاد رښتیا هم له طالبانو سره لیدلي وي، چې د سرچینو په وینا لیدلي یې دي، نو دا به د ټرمپ له خوا د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته د خلیلزاد او طالبانو لومړی کتنه وي.
په ورته وخت کې اسلام آباد ته د خلیلزاد او طالبانو د پلاوی د هم مهال سفر او له پاکستاني چارواکو سره د سولې د خبرو په اړه افغان حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د سولې هغه خبرې پایله لرلی شي، چې مشري او مالکیت یې د افغان دولت او ولس په لاس کې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل