۰

په ۴ کلونو کې ۱۴ زره افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۶:۵۲
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو په مرګ ژوبله ژوره خواشني ښودلې او ویلي یې دي، په تېرو څلورو کولونو کې د دوی مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
په ۴ کلونو کې ۱۴ زره افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو په مرګ ژوبله ژوره خواشني ښودلې او ویلي یې دي، په تېرو څلورو کولونو کې د دوی مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په یوه بیان کې د ټولو خواو له لوري د ماشومانو پر ضد تشد عندلی دی.

نوموړي په دغه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو پر ضد پراخو او شدیدو سرغونو سخت خوابدی کړی او دا د اندېښنې وړ ده.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس په تېرو ۴ کلونو کې ۱۴ زره افغان ماشومانو ته په امنیتي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورو وايي، په دغه کلونو کې په افغانستان کې ۳۵۰۰ ماشومان وژل شول شوي او تر ۹ زره ډېر نور ژوبل شوي، چې دا د اندېښنې وړ ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې د دوی ژوره اندېښنه په ځانګړې توګه په هوايي بمباریو کې، چې د حکومت یا د حکومت د پلوي ځواکونو له لوري کېږي، د ماشومانو د مرګ ژوبلو د زیاتېدو له درکه ده.

د راپور له مخې، په هوايي بمباریو کې د ماشومانو مرګ ژوبلې له ۲۰۱۵ م کال را په دې خوا کال په کال زیاتې شوې دي.

په ۲۰۱۵ م کال نژدې ۱۲۶۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو په ۲۰۱۸ م کال یوزرو ۴۹ ماشومان وژل شوي دي.

د ملګروملتو په راپور وايي، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ په هوايي حملو کې ۴۶۴ ماشومان وژل شوي چې په یاده موده کې د ټولو وژل شویو ماشومانو په سلو کې ۴۰ کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، طالبان د اکثرو ماشومانو د مرګ ژوبلو مسوولیت په غاړه لري او د داعش له لوري د ماشومانو مرګ ژوبلې هم مخ په ډېرېدو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي