د انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون:

د انساني قاچاق ۵۵ شبکې کشف شوې، ځینې ساحتي شرکتونه په انساني قاچاق کې لاس لري

11 میزان 1398 ساعت 14:26

د انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون چارواکي وایي، په ۱۳۹۷ کال کې د انساني قاچاق ۵۵ شبکې کشف او ۱۰۴ غړي یې نیول شوي دي.


د انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون چارواکي وایي، په ۱۳۹۷ کال کې د انساني قاچاق ۵۵ شبکې کشف او ۱۰۴ غړي یې نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد کمېسیون مشر او د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور نن پنشنبې د تلې ۱۱ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل، چې د عدلیي وزارت په چوکاټ کې د انساني قاچاق د مخنیوي کمېسیون په یو کال کې ۱۰۴ د انسانانو قاچاقبر عدلي او قضايي محکمو ته سپارلي دي.

ده زیاته کړه، لویې څارنوالۍ ته ټولې ۱۵۴ د انسانانو د قاچاق دوسیې سپارل شوې دي، چې ۱۴۵ یې څېړل شوي او نهه نورې دوسیې تر کار لاندې دي.

د هغه په وینا د ملي امنیت د ورکړي راپور پر بنسټ د انسانانو د قاچاق ۵۵ شبکې تشخیص شوې، چې په ۳۴ شبکو یې عملیات شوي دي.

د عدلیې وزیر او د انساني قاچاق سره د مبارزې کمېسیون مشر وايي، د دغو شبکو ۴۱ کسان یوازې ملي امنیت نیولي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت هم راپور ورکړیو چې د ۱۲۲ قاچاقي قضیو په تړاو یې ۶۳ کسان نیولي دي او عدلي ارګانونو ته یې دوسیې استول شوې دي.

دی زیاتوي، ارقام او شمېري ښيي، چې تېره کال د هېواد په کچه ۵۳۰ ماشومان او نجونې د انساني قاچاق وړونکو له خوا د هېواد بهر لېږدول شوي دي.

ښاغلي انور وایي، ځینې سیاحتي شرکتونه په انساني قاچاق کې لاس لري او هېوادوال په غیر قانوني توګه کډوالۍ ته هڅوي.

هغه پر امنیتي ارګانونو غږ وکړ، چې د دغه ډول شرکتنو فعالیتونه تر جدي څار لاندې ونیسي او هغه شرکتونه چې په کې لاس لري ویې تړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 121000

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121000/

جمهور
  https://www.jomhornews.com