شپېته افغان سرتېري مسکو ته د پوځي زده کړو لپاره ځي

11 میزان 1398 ساعت 13:50

د کورنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې شپېته تنه افغان سرتېري د پوځي زده کړو لپاره مسکو ته ولېږل شي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې شپېته تنه افغان سرتېري د پوځي زده کړو لپاره مسکو ته ولېږل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاتوي، یاد شمېر سرتېري به مسکو کې عصري پوخي کړې کوي او ترې هغې وروسته به هېواد ته راستنېږي.

په همدې تړاو مراسمو ته کابل کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیتسکي هم ورغلی و او ویې ویل، چې مسکو له افغان حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي او تمه لري، چې په دغه هېواد کې تل پاتې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

هغه مسکو ته د تلونکو سرتېرو په اړه و ویل، هیله لري، چې د دغه سرتېرو د بېرته راستنېدو پر مهال افغانستان ته سوله راغلې وي او ټول خلک په امن فضا کې ژوند وکړي.

کابل کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیتسکي له افغانستان سره په پوځي برخه کې د روسیې پر لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120996

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120996/

جمهور
  https://www.jomhornews.com