۰

روسیه: ترهګري امریکا پیدا کړې، موږ د کرزي د دریځ پلوي یو

پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۹
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ادعا کړې، چې ترهګرۍ د امریکا زېږنده ده او لوېدیځ په افغانستان کې ماته خوړلې ده.
روسیه: ترهګري امریکا پیدا کړې، موږ د کرزي د دریځ پلوي یو
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ادعا کړې، چې ترهګرۍ د امریکا زېږنده ده او لوېدیځ په افغانستان کې ماته خوړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاورف دغه څرګندونې د ولادي په نوم یوه نړیواله مناظره کې او زیاته کړې یې ده په داسې حال چې په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د بحران پر پای ته رسېدو زیات امکانات مصرف شول خو لا هم دغه هېواد کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې لوېدیځ په افغانستان کې له شل کلنو هڅو او حضور سره سره ناکام شو او په دې خبره د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ښه پوهېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان بحران د حل او سولې په تړاو د پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي د دریځ ملاتړ کړی دی.

د هغه په وینا ښاغلي کرزي له ټاکنو څو ورځې وړاندې ویلي و، چې ټاکنې وځنډوۍ او لومړۍ سوله وکړی، خو افغان حکومت د سولې هڅې له یوې مخې درولې وې.

لاروف ادعا وکړه، چې ترهګري د امریکا زېږنده ده، ځکه کله چې روسيې په افغانستان کې حضور درلود، نو واشنګټن له مجاهدینو مالي او تجهیزاتي ملاتړ کاوه چې دا کار بالاخره د القاعدې په راپورته کېدو تمام شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي