۰

د امریکا د کانګرس یوه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره په افغان سولې خبرې کړې

پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۱
د امریکا د کانګریس یوه پلاوي د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د امریکا د کانګرس یوه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره په افغان سولې خبرې کړې
د امریکا د کانګریس یوه پلاوي د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي او پاکستاني چارواکو پرون چهارشنبې د تلې ۱۰ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په رسمي ټوېټر پاڼه د دې لیدنې پخلی کړی ویلي یې دي، چې د امریکا د کانګرس غړو شان پاتریک او جېم هایمس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي.

سرچینه زیاتوي، چې د کانګرس غړو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا د کانګرس پلاوی پر داسې مهال د پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی هم په اسلام آباد کې دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د امریکا د کانګرس پلاوی د خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي کې شامل دی او که جلا تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې خلیلزاد او د طالبانو پلاوی په اسلام آباد کې دي، او کېدای شي، نن له پاکستاني چارواکو سره ګډه غونده او پر افغان سوله خبرې وکړي.

پاکستان ویلي، طالبان یې ځکه ورغوښتي، چې د سولې د خبرو تېر پړاونه و اروزول شي او له امریکا سره د طالبانو د بیا خبرو د پیل زمینه برابره شي.

تر اوسه جوته نه ده، چې خلیلزاد او طالبان به سره وګوري، خو راپورنه وايي، طالبانو له خلیلزاد سره لیدنې ته رضایت ښودلی دی.

ځینې سرچینې وايي، دا چې د امریکا ولسمشر د طالبانو سره خبرې لغوه کړې، خو که خلیلزاد او طالبان سره و هم ګوري ښايي په رسمي توګه دغه لیدنه اعلان نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي