بغلان:

د ولایتي شورا د مرستیال او پولیسو د یوه قوماندان تر منځ نښته شوې

11 میزان 1398 ساعت 9:05

کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د بغلان د ولایتي شورا د مرستیال او پلخمري د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان امین اکاخېل تر منځ وسله واله نښته شوې ده.


کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د بغلان د ولایتي شورا د مرستیال او پلخمري د سیمه ییزه پولیسو د یوه قوماندان امین اکاخېل تر منځ وسله واله نښته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، دغه نښته پرون چهارشنبې د تلې ۱۰ مه ماښام مهال رامنځ ته شوې.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په نښته کې د ولایتي شورا مرستیال او د پولیسو قوماندان ټپیان شوي او دغه راز د سیمه ییزه پولیسو د همدې مشر ورور وژل شوی دی.

د هغه په وینا د نښتې لامل تر اوسه نه دی معلوم، او د کورنیو چارو د وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ پلاوی د مسئلې د څېړنې لپاره ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120978

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120978/

جمهور
  https://www.jomhornews.com