۰
هند:

یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوو

پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۴
هند وايي، دوی په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکي دي او یوازې د هغه سولې ملاتړ کوي، چې افغانستان ته دایمي ثبات راولي.
یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوو
هند وايي، دوی په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکي دي او یوازې د هغه سولې ملاتړ کوي، چې افغانستان ته دایمي ثبات راولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي، هند په دې برخه کې جدي دی، چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، هغه خبرې ورته د منلو وړ دي، چې په افغانستان کې ۱۸ کلنې لاس ته راوړڼې وساتي، جګړه پای ته ورسېږي او افغانستان د تل پاتې سولې او ثبات خاوند شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ټینګار کړی، چې دوی د سولې په برخه کې همکاري کړې ده او لا هم همکارۍ ته ادامه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان له هند سره تاریخي اړیکې لري او هېڅوک دا اړیکې نه شي زیانمنولی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې یو ځل بیا د افغانستان د سولې خبرې تودې شوې دي.

په همدې تړاو د خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی اسلام آباد ته تللي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، کېدای شي، نن خلیلزاد، پاکستاني چارواکي او د طالبانو استازي ګډه غونده ولري او پر سوله خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات هم په یوه خبره پاڼه کې ویلي، طالبان یې د دې لپاره ورغوښتي، چې د سولې د خبرو تېر پړاونه و ارزول شي او د بیا خبرو لپاره زمینه برابره شي.

پاکستان پر داسې مهال طالب پلاوی ورغواړي او امریکايي پلاوی اسلام آباد ته ورځي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

خو اسلام آباد ته د خلیلزاد او طالب پلاوی سفر ته په کتو ویل کېږي، کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

سیاسي شنوونکي وایي، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیلېږي، نو ښايي د طالبانو له خوا د اوربند کولو په شرط پیل شي.

افغان حکومت هم وایي، دوی سولې ته ژمن دي او د طالبانو پر مخ د سولې دروازې خلاصې دي، خو که دا ځل خبرې پیلېږي نو لومړی شرط باید د دغه ډلې له خوا اوربند کول وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي