۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

د سولې ناسمې خبرې به د داعش د پیاوړي کېدو لامل شي

پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۵
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خبردای ورکړی که د افغان سولې خبرې په سیمه توګه مخ ته یو نه وړل شي، د داعش د پیاوړي کېدو سبب به شي.
د سولې ناسمې خبرې به د داعش د پیاوړي کېدو لامل شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خبردای ورکړی که د افغان سولې خبرې په سیمه توګه مخ ته یو نه وړل شي، د داعش د پیاوړي کېدو سبب به شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، چې داعش دمګرۍ په افغانستان کې ستراتېژیک دښمن نه دي او پر وړاندې یې د افغان حکومت جدي مبارزه روانه ده.

خو خبرداری یې ورکړ، چې که له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې په سمه توګه او تدبیر سره مخ ته یو نه وړل شي، نو دا کار د داعش د پیاوړتیا سبب ګرځي.

د هغه په وینا که د سولې خبرې سمې مخ ته لاړې نه شي، کېدای شي طالبان دوه برخې شي یوه برخه به یې سوله وکړي خو یوه برخه به یې بیا جګړې ته ادامه ورکړي او ښايي له داعش سره یو ځای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې تر ټولو ستره وسله واله ډله طالبان، چې نورو وړو ترهګرو ډلو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې او د همدوی تر چتر لاندې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې د افغانستان د سولې مسله خورا حساسه ده او په دې کې بېړه افغانستان ستونزو او یوې بلې جګړې ته بېولی شي.

د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی اسلام آباد ته رسېدلي او کېدی شي نن غونډه او پر افغان سوله خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي طالبان یې د دې لپاره ورغوښتي، چې د سولې د خبرو تېر پړاونه و ارزوي او د خبرو د بیا پیل لپاره زمینه برابره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي