د ولسمشرۍ نوماند عبدالطیف پدرام د خلیلزاد په مشرۍ د افغان سولې لپاره هڅې جعلي وبللې ویې ویل، چې امریکا په دې کار سره د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې سبوتاژ کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پدارام چې نن چهار شنبې د تلې ۱۰ مه کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې امریکا له ټاکنو وړاندې د سولې جعلي چیغې وهلې او په دې کار سره یې د ولسمشرۍ نوماندان او افغان ولس اغفال کړل.
نوموړي و ویل، چې له ټاکنو وړاندې د سولې په تړاو د امریکا هڅې استخباراتي او تبلیغاتي او د دې لپاره وې، تر څو خپلې مهرې د ټاکنو له لارې ځای پر ځای او بریالۍ کړي.
د هغه په وینا که د امریکا د سولې هڅې جعلي او د بحران د رامنځ ته کولو لپاره نه وې، نو څنګه کېدای شي، چې د سولې په اړه ۹ میاشتې خبرې چې توافق ته هم رسېدلې وې، په یوه ټوېټ لغوه کېږي.
پدارام په دې کې له امریکا سره د ولسمشر غني په مشرۍ دولت ساز ټیم هم ګډ وباله ویې ویل، دوی په ګډه داسې سناریو جوړه کړې وه، چې په ظاهر یو د بل پر وړاندې مخالفت وښي او نوماندان پر ټاکنو بې باوره کړي، او په دې ترتیب امریکا وکولی شي، ولسمشر غني، چې په وینا یې د امریکا مهره ده بیا واک ته ورسوي.
د ولسشمرۍ دغه نوماندان د ولسمشرۍ ټاکنې له درغلیو ډکې وبللې ویې ویل، چې په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون هم د امریکا یوه لوبه وه، چې له تېر یوه کال راهیسې یې په لار اچولې وه.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش