د ملي امنیت لوی ریاست په خوست ولایت کې د څلورو پاکستاني وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پاکستاني وسله وال پرون د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، یاد پاکستاني وسله وال په یوه سراچه موټر کې سپاره و او غوښتل یې پر افغان ځواکونو برید وکړي، چېد افغان ځواکونو له خوا و وژل شول.
د ملي امنیت ریاست وايي، دغه پاکستانی وسله وال له ډېورنډ کرښې له هغې غاړې دې خوا ته د برید په موخه راوښتي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل