۰

کاپیسا کې ماین چاودنې شپږ ملکی وګړي وژلي دي

چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي، چې ښځې او ماشومان دي.
کاپیسا کې ماین چاودنې شپږ ملکی وګړي وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي، چې ښځې او ماشومان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش چاودنه نن چهارشنبې د تلې ۱۰ مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د باعث خېلو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو په کرنیزه ځمکه کې ماین اېښودی و، چې پر ملکي وګړو یې چاودنه کړې او د یوې کورنۍ اتو غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د هغه په وینا په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او دغه راز دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

که څه امنیتي امنیتي چارواکي وايي، ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي