۰

مسلم یار له حوا علم نورستاني رسمي بښنه وغوښته

چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۹
د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د ټاکنو په تړاو د وروستیو څرګندونو له امله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مشرې حوا علم نورستاني څخه رسمي بښنه وغوښته.
مسلم یار له حوا علم نورستاني رسمي بښنه وغوښته
د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د ټاکنو په تړاو د وروستیو څرګندونو له امله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مشرې حوا علم نورستاني څخه رسمي بښنه وغوښته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون له ټاکنو وړاندې پرېکړه کړې وه، چې یوازې بایومتریک شوې رایې دوی ته د منلو دي او تر ټاکنو وروسته یې هم همدا خبر تایید کړه.

خو د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار پرون سه شنبې د تلې ۹ مه د جرګې په عمومي غونده کې و ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له بایومتریک پرته رایې هم وشماري.

مسلم یار د ټاکنو کمېسیون رهبرۍ ته د خبردارۍ په لهجه و ویل«له بایومتریک پرته رایې هم باید حساب شي کنه د دوی په پلار به یې هم حساب کړو.»

د مسلم یار دغه خبرو د ټاکنزو کمېسیونونو، سیاسیونو، ولسمشرۍ د نوماندانو او حقوق پوهانو غبرګونونه راوپارول او ویې ویل، چې مسلم یار باید رسمي بښنه وغواړي.

تر دغه غبرګونو وروسته مسلم یار تېره شپه ناڅاپي د ملي رادیو تلوېزیون په پرده رښکاره شو او د خپلو کړو خبرو په تړاو یې د ټاکنو کمېسیون له مشرۍ حوا علم نورستاني څخه رسمي بښنه وغوښته.

هغه و ویل«د خپلو نامناسبو الفاطو د کارولو له کبله بښنه غواړم.»

د مشرانو جرګې رییس نه یوازې د تلوېزیون په پرده بلکې پر خپله فسبوک پانه هم د خپلو خبرو وضاحت ورکړی او بښنه یې غوښتې ده.

نوموړي ټینګار کړي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د خلکو رایو ته احترام وکړي او له هغو سره لوبې ونه کړي.

ښاغلي مسلم یار ویلي د نامناسبو الفاظو د بیرته اخیستلو تر څنګ غواړي چې بې بایومتریکه رایې وشمېرل شي، ځکه په وینا یې خلکو تر ساعتونو پورې د رایو مرکزونو ته په کتارونو کې انتظار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي