د افغانستان د سولې په تړاو د ښکېلو غاړو تر منځ خبرې بیا تودې شوې او په دې درشل کې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی هم اسلام آباد ته روان دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یوه شمېر نورو امریکایي چارواکو سره پرون اسلام آباد ته رسېدلی دی او ټاکل شوې نن د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی هم آسلام آباد ته ورسېږي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دغه خبر پخلی کړی ویلي، چې د چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی به نن چهارشنبې د تلې ۱۰ مه اسلام آباد ته ولاړ شي.
نوموړي ویلي، چې دغه طالب پلاوی به له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې ویل کېږي، چې د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلاانشاز مشر محمد عمر داود زی هم اسلام آباد ته ځي.
که څه هم رسیمي سرچینو تر اوسه د داودزي د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د بهرنیو چارو وزارت هم خبر ورکړ، چې د سولې په تړاو سییمه ییزه هڅې روانې دي او ډېر ژر به بین الاافغاني خبرې پیل شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې روسیې هم د افغان سولې په تړاو د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی وو.
وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي و، چې مسکو غواړي د افغان سولې په تړاو ژر یوه غونده راوبولي.
هغه ویلي، مسکو هڅه کوي له امریکا، چین او پاکستان سره د اکتوبر په میاشت کې د افغان سولې لپاره یوه غونډه هم جوړه کړي.
د روسیې ځانګړی استازی وایي، د سولې په اړه یې له طالبانو سره هم تماسونه نیولي، خو لا هم پرې کار روان دی او نېټه یې تر اوسه دقیقه نه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل