۰

د ولسمشریزو ټاکنو پر بهیر ټول ۴۳۶۷ شکایتونه ثبت شوي

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وایي، د ولسمشریزو ټاکنو پر بهیر د ټول هېواد په کچه ۴۳۶۷ شکایتونه ثبت شوي، چې د څېړلو لړۍ یې پیل شوې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو پر بهیر ټول ۴۳۶۷ شکایتونه ثبت شوي
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وایي، د ولسمشریزو ټاکنو پر بهیر د ټول هېواد په کچه ۴۳۶۷ شکایتونه ثبت شوي، چې د څېړلو لړۍ یې پیل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون چارواکو نن سه شنبې د تلې ۹ مه کابل کې د خبري غوندې پر مهال و ویل، چې پرون پنځه بجې د شکایتونو د ثبت پروسه پای ته ورسېده او نن یې ارزول پیل شول.

د کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي و ویل، چې د ټاکنو د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو وروسته تر پرون پنځو بجو پورې، چې د شکایتونو د ثبت وروستۍ نېټه وه، د ټول هېواد په کچه ۴۳۶۷ شکایتونه ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نن له سهار راهیسې د دغه شکایتونو څېړل پیل شوي او د کمېسیون هڅه دا ده، چې لومړی د شکایتونو نوعیت سره تفیکیک او وروسته یې څېړنه پیل کړي.

الیاسي وایي، د ټاکنو پر بهیر تر ټولو ډېر شکایتونه د بایومتریک سیستم په نه کار کولو او دغه راز په نوملړ کې د ستونزو په اړه دي.

د هغه په وینا کمېسیون به تر ۱۵ ورځو پورې د دغه شکایتونو د څېړلو وخت ولري او تر هغې وروسته به خپله وروستۍ پرېکړه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکه کړي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې شنبې په ورځ تر سره شوې، چې د خلکو ګډون په کې کمرنګه وو خو د کمېسیون په وینا تېرو ۱۸ کلونو کې تر ټولو رڼې ټاکنې وې.

ټاکنیز کمېسیونونه وایي، دوی به په پوره بې طرفۍ سره پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې او هغه پرېکړه به اعلان کړي، چې د ولس په پاکه رایه ټاکل شوي وي.

کمېسیون پر نوماندانو هم غږ وکړ او جدی غوښتنه یې ترې وکړه، چې له مخکې وړاندې د بریالیتوب په اړه غیرقانوني څرګندونې نه کوي، ځکه د بریا اعلان یوازې د کمېسیون کار دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي