دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۳ طالبان وژل شوي

8 میزان 1398 ساعت 12:47

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۶۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۶۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو، غزني، میدان وردګ، زابل، لوګر، هلمند، هرات، کاپیسا، بلخ، کونړ، جوزجان، بادغیس او تخار ولایتونو کې دغه عملیات تر سره کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ۲۲ یرغلیز او ۲۸ هوايي بریدونه تر سره شوي، چې په کې ۱۰۳ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com