۰

اندونیزیا کې زلزلې له ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

یکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۲
راپورونه وايي، اندونیزیا کې یوې زورورې زلزلې تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اولې او ګڼ کسان یې د کورنو پرېښودو ته اړ کړي.
اندونیزیا کې زلزلې له ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
راپورونه وايي، اندونیزیا کې یوې زورورې زلزلې تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اولې او ګڼ کسان یې د کورنو پرېښودو ته اړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سختې زلزلې د اندونیزیا ځینې ښارونه لړزولي، چې د وروستیو راپورونو پر اساس ۳۵ تنه په کې وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان دي.

راپورنه وایي، د یادې مرګ ژوبلې تر څنګ کابو ۲۵ زره کسان د کورنو پرېښودو ته اړ شوي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم زیاته شي.

زلزلې نه یوازې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې، بلکې مالي زیانونه یې هم اړولي، ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې، برېښنا پرې شوې او ترانسپورټي خدمات ګډوډ شوي دي.

دولتي چارواکي وایي، دوی له اړمنو کسانو سره مرستې ته وردانګلي خو د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي