د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکولو بهیر له ټاکلي وخت څخه دوه ساعته نور هم وغځاوه او پر خلکو یې غږ وکړ، چې د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او خپلې رایې وکاروي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کمېسیون مشرې ماسپښین درې بجې اعلان وکړ، چې دغه پرېکړه یې د کمېسیون د غړو سره تر سلا مشورو وروسته کړې.
نوموړي زیاته کړه، د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه، چې د رایو ورکولو وخت دوه ساعته نور هم وغځول شي تر چې له رایې پاتې کسان وکولی شي خپلې رایې وکاروي.
په ورته وخت کې د کمېسیون غړي عصمت الله مل د رایو مرکزونه څخه دوی ته د رسېدلو معلوماتو پر اساس و ویل، چې د ټول هېواد په کچه ۴۵۰۰ مرکزونه پرانستي وو.
د رایې ورکولو لپاره ټول ۵۳۷۲ مرکزونه ټاکل شوي و، خو له دې څخه ۴۳۱ مرکزونه هغه و، چې د ټاکنو کمېسیون له وړاندې د بندېدو خبر ورکړی وو.
له دې ۴۳۱ مرکزونه پراته نن باید په ټول هېواد کې ۴۹۴۲ مرکزونه باید پرانستي وايي، خو کمېسیون وایي، چې د امنیتي ستونزو له امله ۴۴۲ نور مرکزونه هم نن تړلي پاتې شول.
د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایې وروکولو بهیر نن شنبې د تلې شپږمه د سهار له ۷ بجو پیل شو، چې د غځېدلي وخت سره به د مازیګر تر پنځو بجو پورې دوام وکړي.
د ټاکنو کمېسیون وايي، دوی تمه لري، چې کابو لس میلیونه وګړي به په ټاکنو کې برخه واخلي.
جمهورخبءي آژانس:کابل