۰

ګلبدین حکمتیار په بې سټېکره تذکره رایه ورکړه

شنبی ۶ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۸
په داسې حال کې، چې د رایې ورکولو لپاره پر تذکره یا پېژندپاڼه د سټېکر شتون د رایې ورکولو اساسي شرط دی، خو د ولسمشرۍ یوه نوماند ګلبدین حکمتیار په بې سټکېره تذکرې رایه ورکړې ده.
ګلبدین حکمتیار په بې سټېکره تذکره رایه ورکړه
په داسې حال کې، چې د رایې ورکولو لپاره پر تذکره یا پېژندپاڼه د سټېکر شتون د رایې ورکولو اساسي شرط دی، خو د ولسمشرۍ یوه نوماند ګلبدین حکمتیار په بې سټکېره تذکرې رایه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نن شنبې د تلې شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو د رایې ورکولو د بهیر له پیل سره سم ګلبدین حکمتیار حبیبیې لېسې ته ولاړ او خپله رایې وکاروله.

حکمتیار په داسې حال کې خپله رایه وکاروله، چې په تذکره یې سټېکر، چې د رایې ورکولو اساسي شرط دی نه و او ویې ویل، چې خپلې ټولې کورنۍ ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د ټاکنو لپاره خپلې تذکیرې سټکېر کړي.

حکمتیار په خپلو خبرو کې و ویل، چې سټېکر درغلیو ته زمینه برابره کړې ده.

نوموړی په داسې مهال په بې سټېکره تذکره رایه ورکوي، چې همدا اوس د کابل په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې هغه کسانو ته چې په تذکره یې سټېکر نه دی وهل شوی، د رایې ورکولو اجازه په هېڅ صورت نه ورکول کېږي.

ان په ځینو سیمو کې خو د درغلیو د مخینوي په موخه هغه کسانو ته لا اجازه نه ورکول کېږي، چې په تذکره یې سټېکر شته خو یا یې په سیستم کې نوم نشته او یا هم د نوملړ پر کاغذ باندې.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر ټاکنو وړاندې په وار وار خبرداری ورکړی و، هغه کسان چې په تذکره یې سټېکر نشته په هېڅ صورت نه شي کولی رایه ورکړي او په وینا یې که رایه ور هم کړي باطله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي