پاکستان په اقتصادي بحران کې ګیر دی

6 میزان 1398 ساعت 6:36

ملګري ملتونه وایي د چین، سعودي عربستان او نړیوالو مالیاتي ادارو څخه د پورونو ترلاسه کولو باوجود پاکستان په اقتصادي بحران کې راګیر دی.


ملګري ملتونه وایي د چین، سعودي عربستان او نړیوالو مالیاتي ادارو څخه د پورونو ترلاسه کولو باوجود پاکستان په اقتصادي بحران کې راګیر دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختیا اړوند راپور کې د پاکستان داقتصادي کړکېچ علتونه د پورونو د راکړې ورکړې خراب وضعیت، د پاکستانۍ کلدارې ارزښت کې کمښت او بهرنیو پورونو کې زیاتوالی ښودل شوی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان کله چې تېر کال واک ته ورسېد نو وې ویل چې تېرو حکومتونو د دغه هېواد خزانه تشه کړې او پاکستان له تاریخي اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

خو ملګري ملتونه وايي، چې دغه هېواد لا هم په اقتصادي بحران کې راګیر دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com