د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ترهګرۍ د لمنځه وړلو پورې به افغانستان کې پاتې و او د افغان شریکانو همکارۍ ته به دوام ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو عمومي غوندې ته وینا کې و ویل، چې امریکا هېڅ کله د بې پایه جګړو پلوي نه ده.
نوموړي و ویل، چې د افغانستان د یوه روښانه راتلونکي د موندلو هڅه کوي، او د ترهګرۍ له منځه وړل او په یوه واقعیت باندې د سولې بدلول یې د افغانستان لپاره د پروګرامونو څخه دي.
ټرمپ ویلي« په ټوله نړۍ کې زمونږ پیغام روښانه دی. زمونږ هدف بې پایه جگړو ته تگ ندی. په همدې هدف زما اداره د افغانستان لپاره د ښه راتلونکې په هیله کې ده.»
هغه ویلي، دا چې د ده په وینا طالبانو خپلو وحشیانه حملو ته دوام ورکړی، نو دوی هم د خپلو افغان شریکانو د ائتلاف سره کار کولو ته دوام ورکړي، تر چې وکړي شي ترهګري له منځه یوسي او واقعي سوله راشي.
د امریکا ولسمشر په داسې حال کې ده، څرګندونې کوي، چې له طالبانو سره یې د سولې ۹ میاشتنې خبرې لغوه کړې دي او ویلي یې دي، چې پر دغه دلې باید له پوځي فشارونو کار واخستل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل