۰

عمران خان له ټرمپ غوښتي، چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شي

سی شنبه ۲ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.
عمران خان له ټرمپ غوښتي، چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شي
د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی، له ټرمپ سره تر کتنې مخې دغه څرګندونې کړې.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري، بلکې یوازینۍ لار یې خبرې اترې دي او له ټرمپ نه غواړي، چې دا خبرې بیا پیل شي.

هغه زیاته کړې« زه وروسته له ولسمشر ټرمپ سره وینم او هغه ته به و وایم، وګوره پوځي حل لار نشته، که تاسې په ۱۹ کلونو کې بریالي شوي نه یاست، په ۱۹ نورو کلونو کې هم نه شئ بریالي کېدای.»

عمران خان دا هم ویلي، فکر نه کوي، چې طالبان به هم ټول افغانستان ونیولی شي، بلکې د ده په نظر جګړه کې به ولاړ حالت رامنځ ته شي.

د پاکستان لومړي وزیر تر دغه څرګندونو وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم ولیدل او پر سوله یې ورسره خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې دغه سفر کې له خان سره مل دی ویلي خلیلزاد د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه خپل تحلیل وړاندې کړ، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې ټرمپ تر اوسه له عمران خان سره نه دي کتلي، خو د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې نه یوزاې چې کتلي، بلکې د کتنې لپاره یوه لویه غونده هم نیول شوې وه، چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره غونده وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي