کرکټ بورډ د ۳ زونونو مشران له دندو لرې کړل

30 سنبله 1398 ساعت 15:53

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د خپلو دری زونونو مشران د بېلا بېلو لاملونو له امله له دندو ګوښه کړل.


د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د خپلو دری زونونو مشران د بېلا بېلو لاملونو له امله له دندو ګوښه کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دوی تور دی، چې له خپلو صلاحیتونو یې ناوړه استفاده کوله، اصول یې نه مراعاتول او یو لړ نورې ستونزې یې هم درلودې.

د کرکټ بورډ په خپره شوې اعلامیه کې د بند امیر زون مسوول میر عظیم الله مبارز، د بوست زون مسوول مسعود رحماني او د امو زون مسوول نور عالم فرید له دندو لرې کړل شوي اعلان شوي دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغو کسانو له تېرو پنځو، لسو او ان اتلسو کلونو راهیسې په دغه دندو کار کاوه، خو له دندو یې ناوړه ګټه اخیسته.

سرچینه زیاتوي، چې د بند امیر زون مسؤل په خپلوۍ پاللو، د بست زون مسؤل له مرکز سره د عوایدو نه شریکولو، بډو اخیستلو او د امو زون مسؤل د دوه ګوني چلند او په سیاسي جریانونو کې د ښکېلتیا له امله له دندو لیري شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 120589

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120589/

جمهور
  https://www.jomhornews.com