۰
ولسمشر غني:

طالبان دې له جګړې لاس واخلي او اوربند دې اعلان کړي

شنبی ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
ولسمشر غني په یوه تازه پیغام کې پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي او اوربند اعلان کړي.
طالبان دې له جګړې لاس واخلي او اوربند دې اعلان کړي
ولسمشر غني په یوه تازه پیغام کې پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا غږ کړي، چې له جګړې لاس واخلي او اوربند اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن شنبې د وږي ۳۰ مه د سولې د ورځې په مناسبت ویډیويي پیغام کې ویلي، چې افغان حکومت د سولې لپاره بې درېغه هڅې کړې دي.

نوموړی وایي، حکومت بریالی شو، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د سولې خبرو او مذاکراتو لپاره قانع کړي او د سولې عملي کارونه پیل کړي.

ولسمشر ویلي، سوله یوازې یو شعار و خو حکومت په دې بریالی شو، چې نړیوال په عملي توګه د افغان سولې لپاره په هڅو کې ورګډ کړي.

ښاغلي غني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې له جګړې لاس واخلي، اوربند وکړي او تل پاتې سولې ته لار هواره کړي.

هغه زیاته کړې، تر چې وینه توېږي او جګړې روانې وي، تر هغې سوله هم نه شی راتلای.

ولسمشر وايي، د تل پاتې سولې راتګ، دقت او حوصله غواړي او په خبره یې په دې مهمه مسئله کې بېړه نه ده په کار.

ده یو ځل بیا حکومت سولې ته ژمن بللی خو زیاته کړې یې ده، هغه سوله ورته د منلو وړ ده چې د افغانانو عزت خوندي کړي او په افغانستان کې د دایمي ثبات سبب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي