۰

د کرکټ لوبو خپرولو لپاره ځانګړی تلوېزیوني چینل جوړېږي

چهارشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۳
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي اعلان کړی، چې ډېر ژر به د کرکټ لوبو د خپراوي لپاره یو ځانګړی تلوېزیوني چینل جوړ شي.
د کرکټ لوبو خپرولو لپاره ځانګړی تلوېزیوني چینل جوړېږي
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي اعلان کړی، چې ډېر ژر به د کرکټ لوبو د خپراوي لپاره یو ځانګړی تلوېزیوني چینل جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوسفزي ویلي، چې دوی له خپلې ژمنې سره سم په کرکټ بورډ کې اړین اصلاحات راوستي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د هغه په وینا له کرکټ سره د هېوادوالو بې سارې مینې کرکټ بورډ دې ته اړویست، چې د کرکټ لوبو د خپراوي لپاره ځانګړی چینل جوړ کړي.

دغه تلوېزیوني چینل به (ACB tv) نومېږي او کرکېټ ته به ځانګړی شوی وي.

د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی وایي، د تلوېزیون د جوړولو لومړۍ چارې بشپړې شوې او پاتې کارونه یې هم په چټکۍ روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي