مشرانو جرګه:

د ټاکنو کمېسیون باید د کلیوالو ښځو د رایې ورکولو ستونزې حل کړي

26 سنبله 1398 ساعت 15:03

مشرانو جرګه وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې په هر ډول وي، باید د کلیوالو ښځو د رایې ورکولو ستونزې حل او د رایې ورکولو لپاره زمینه ورته برابره کړي.


مشرانو جرګه وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې په هر ډول وي، باید د کلیوالو ښځو د رایې ورکولو ستونزې حل او د رایې ورکولو لپاره زمینه ورته برابره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن سه شنبې وږي ۲۶ مې په عمومي غونده کې ویل ښايي په کلیوالو سیمو کې دا چې رایه ورکوونکي بایومتریک او عکس یې اخستل کېږي د حاکم فرهنګ له مخې اجازه تر لاسه نه کړي، چې رایه وکاروي.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، که چېرې د ټاکنو کمېسیون همدا د بایومتریک او عکس اخستلو سیستم په کلیوالو سیمو کې هم عملي کړي، ښايي ډېری کلیوالې ښځې له رایې ورکولو محرومې شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په کلیوالو سیمو کې ښځې ښايي د انخور اخستلو ته چمتو نه شي د همدې په سبب باید کمېسیون هغوی خود مختاره پرېږدي تر څو خپله رایه وکاروي.

د مسلم یار په وینا که چېرې کمېسیون دا کار ونه کړی نو ډېری ښځې به له رایې ورکولو پاتې شي او دا د هغوی په حق کې یو لوی ظلم دی.

د جرګې رییس و ویل هر څنګه چې کېږي کمېسیون باید دې ستونزې ته حل لار پیدا کړي او په دې اړه یې د سناتورانو نظر هم واخیست چې اکثریت ورسره موافق وو.

د جرګې یو بل غړي رحمت الله اڅکزي هم ورته څرګندونې وکړې ویې ویل، چې په کلیوالو سیمو کې د حاکم فرهنګ له مخې ښايي ښځې بایومتریک او عکس اخیستو ته چمتو نه شي.

نوموړي و ویل، کمېسیون باید په دغه ډول سیمو کې ښځو ته پرته له عکس او بایومتریک د رایې ورکولو حق ورکړی او که دا کار ونه کړي، په لوی لاس به کلیوالې مېرمنې له رایې ورکولو محرومې شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 120458

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120458/

جمهور
  https://www.jomhornews.com