۰
مشرانو جرګه:

طالبان څه ډول د دین له ادارسه برېښنا پرې کوي؟

سی شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۱
مشرانو جرګه د طالبانو له لوري پر کابل ښار او ۱۱ نورو ولایتونو د برېښنا پرېکولو ته په غبرګون کې وایي، دغه ډله لا هم د افغانستان د ورانولو په لټه کې ده.
طالبان څه ډول د دین له ادارسه برېښنا پرې کوي؟
مشرانو جرګه د طالبانو له لوري پر کابل ښار او ۱۱ نورو ولایتونو د برېښنا پرېکولو ته په غبرګون کې وایي، دغه ډله لا هم د افغانستان د ورانولو په لټه کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ریس فضل الهادي مسلم یار نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه په عمومي غونده کې و ویل، طالبانو او د هغوی مشرتابه ته د مشرانو جرګې پیغام دا دی، چې له خدماتي شبکو سره په شعوري ډول چلند وکړي.

نوموړي و ویل، طالبانو د برېښنا په پرېکولو سره د ۱۲ ولایتونو په خلکو برېښنا پرې کړې او دغه ډول یې سلګونه مدرسې او جوماتونه هم تیاره کړي دی.

هغه له حکومته وغوښتل، چې ژر تر ژره د برېښنا مزي ونښلوي او خلکو ته له تیارو او زحمت نجات ورکړي.

په ورته وخت کې د جرګې منشي عبدالله قرلق و ویل، چې طالبانو د دین له ادارسه دوه ورځې کېږي، چې پر خلکو برېښنا پرې کړې ده، په داسې حال کې، چې د اسلام ستر پیغامبر په ځلو خلکو ته په خدمت او اسانتیاوو برابرولو ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د عامه تسیساتو په ورانولو سره د افغانستان له ولس سره دښمني کوي او د ولس د بدبختۍ په لټه کې دي.

د هغه په وینا که طالب جنګیالي له تمدن او د خدماتو له وړاندې کولو نه وي خبر نو مشرتابه خو یې ښه د قطر په نعمتونو کې غرق دي او تمدن یې لیدلی، باید خپل جنګیالي وپوهوي، چې عامه خدماتو ته زیان ونه رسوي.

د یادونې ده، چې د کابل په ګډون د ۱۲ ولایتونو برېښنا له تېرو دریو ورځو راهیسې په بغلان او قندوز ولایتونو کې پرې شوې ده.
راپورونه وایي، طالبانو د برېښنا څلور ستنې له منځه وړې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برېښنا شرکت هم ویلي، چې د ستونزې د حل لپاره یې سیمې ته د انجینرۍ ټیم او طالبانو ته قومي مشران ورلېږلي، تر چې ستونزه حل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي