د ملي دفاع وزارت پېژنتون ریاست ته څېرمه چاودنه شوې

26 سنبله 1398 ساعت 13:40

راپورونه وایي، پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزارت پېژنتون ریاست ته څېرمه چاودنه شوې، خو تر اوسه یې نوعیت او د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.


راپورونه وایي، پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزارت پېژنتون ریاست ته څېرمه چاودنه شوې، خو تر اوسه یې نوعیت او د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه ماسپین مهال د کابل ښار څلورم مکروریان سیمه کې د دفاع وزارت پېژنتون ریاست ته څېرمه شوې ده.

تر اوسه د چاودنې نوعیت او مرګ ژوبله نه ده معلومه خو راپورونه دا هم وايي، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم مسوولیت چا اخیستی.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 


د مطلب کود: 120447

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120447/

جمهور
  https://www.jomhornews.com