۰
حوا علم نورستاني:

کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري

سی شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري او د تلې په شپږمه به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.
کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وايي، کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی لري او د تلې په شپږمه به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني نن سه شنبې د وږي ۲۶ مه کابل کې د ټاکنو په تړاو یوه مشورتي خبري غونډه کې وویل، د ټولو تبلغاتو سره چې ټاکنې به نه کېږي کمېسیون خپلې چارې په ښه ډول مخ ته وړې او په ډېره امانت دارۍ سره یې ټاکنو ته بشپړ چمتوالی نیولی دی.

د هغې په وینا که څه هم کمېسیون په ځينو پروسو کې له ستونزو سره مخ خو په وینا یې ټولې پروسې پرته له کومه زیان نه سر ته رسېدلې او د ټاکنو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.

اغلې نورستاني زیاته کړه، چې د هېواد ۳۳ ولایتونو ته حساس او غیر حساس ټاکنیز مواد، بایومتریک سیستمونه، رای پانې او نور اړین توکي رسېدلي او پروسه یې بشپړه شوې.

نوموړې و ویل، چې له دې وروسته به د تلې تر پنځمې نېتې پورې د دغه موادو لېږد له ولایتونو ولسوالیو او محلونو ته تر سره شي.

هغه وایي، په ګڼ شمېر ولایتونو د ټاکنو په اړه د زده کړو، ټرېننګ او استخدام پروسې بشپړې شوې او په ځینو ولایتونو کې لا هم دوام لري، چې ډېر ژر به هلته هم بشپړې شي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې د ټاکنو لپاره د چمتوالي او د ټاکنیزو موادو په لېږد کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه او ستاینه وکړه، خو ټینګار یې دا و، چې امنیتي ارګانونه باید د ټاکنو په امنیت کې هم هېڅ ډول همکاري او مرسته ونه سپموي.

نوموړې ډاډ ورکړ، چې کمېسیون په خپل ټول توان رڼو، باوري او پر عدالت ولاړو ټاکنو ته ژمن دی خو په دې برخه کې یې له ولسونو هم د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې له کمېسیونونو سره همکاري وکړي تر چې ټاکنې شفافه تر سره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې و ویل، چې ټاکنې د ولس اړوند او د ولس اراده ده او باید ولس د خپلې دغې ارادې د پوره کولو لپاره نه ستړېکېدونکې هلې ځلې وکړي او په ټاکنو کې برخه واخلي.

مېرمن حوا علم نورستاني ټینګار وکړ، چې ولس باید د ولایتي کمېسیونونو سره پوره همکاري ولري او که چېرته ستونزه وي باید له مرکزي دفتر سره یې شریکه تر څو یې د حل لپاره جدي ګامونه واخستل شي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او ۱۰ ورځې وروسته د تلې په شپږمه به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي