۰

ولسي جرګې هم د اوربند او سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۹
له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل غوښتې مخ په ډېرېدو دي او ولسي جرګې هم د اوربند په شرط د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
ولسي جرګې هم د اوربند او سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه
له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیل غوښتې مخ په ډېرېدو دي او ولسي جرګې هم د اوربند په شرط د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن دوشنبې وږي ۲۵ مې په عمومي غونده کې د جګړې پر ښکېلو غاړو یو ځل بیا غږ وکړ، چې جګړه د حل لار نه ده او باید خبرو ته سره کېني.

وکیلانو ویل، طالبان باید جګړه ودروي، اوربند او له افغان دولت سره مخامخ خبرې پیل کړي او نور افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي.

د جرګې رییس میر رحمان رحماني وروستیو ناامنیو ته په اشارې سره و ویل، چې د افغانستان خلک د سولې تږي دي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره دواړه لوري باید اوربند اعلان کړي.

ښاغلي رحماني پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې خپلو کې سره خبرو ته کېني، د افغانستان ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، ځکه په وینا یې جګړه د هېڅ ستونزې د حل لار نه بلکې لا یې پنځوي.

د ولسي جرګې بل غړي منور شاه بهادي هم د امریکا له خوا د طالبانو سره د سولې خبرو لغوه کولو ته په اشارې و ویل، چې امریکا باید له طالبانو سره د سولې د خبرو پر بیا پیل تجدید نظر وکړي.

هغه له امریکا وغوښتل، چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي او دغه راز یې پر طالبانو غږ وکړ، چې له اوربند او له افغان حکومت سره پر خبرو توافق وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د والیانو ټولنې هم نن پر ښکېلو خواو غږ وکړ، چې د سولې خبرې دې د اوربند په شرط له سره پیل کړي.

د والیانو د ټولنې مشر عبدالله هېواد نن کابل کې یوې خبري غونډه کې و ویل، چې د جګړې د درېدو او سولې د خبرو د پیل لپاره اوربند اړین دی او باید لومړی د جګړې ښکېل لوري اوربند اعلان کړي.

هغه و ویل«لومړې باید د جګړې ښکېل لوري اوربند اعلان کړي، وروسته دې د سولې بین الاافغاني خبرې پیل کړي، دا چاره کولی شي هېواد له ناورین او ورور وژنې روګرځوي.»

په غونده کې پخواني والي کریم متین و ویلو چې د اوربند کول باید د یوې بې طرفه ډلې، چې نړیوال او د اسلامي کنفرانس هېوادونو ملاتړ له ځان سره ولي نظارت کړي.

بل خوا پخوانۍ والي معصومه مرادي پر حکومت غږ وکړ، چې په ولایتونو کې د سولې ولایتي دفترونه پیاوړي کړي څو یې پر مټ سیمه ییز طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د افغانستان د والیانو ټولنه د اوربند او سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې روسیې، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم د سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه او افغان حکومت هم د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو پورې د سولې بین الاافغاني خبرې ځنډولې دي.

طالبان هم لېواله دي، چې د سولې خبرې بیا پیل شي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له طالبانو سره د سولې خبرې نورې مړې شوې، طالبانو تېروتنه وکړه او اوس یې په بېرته سمبالولو نه پوهېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي