۰
تدامیچي یاماموتو:

نړیواله ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو څخه غوڅ ملاتړ کوي

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۶
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وایي، نړیواله ټولنه په قاطعیت سره د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کوي.
نړیواله ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو څخه غوڅ ملاتړ کوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وایي، نړیواله ټولنه په قاطعیت سره د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یوناما له خوا نن دوشنبې د وږي ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون غوښتل شوي، چې د رڼو او عادلانه ټاکنو تر سره کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

یاماموتو په خبرپاڼه کې ویلي، هغه څه چې ده، د ملګرو ملتونو د تېرې اوونۍ په غونډه کې تر لاسه کړي، هغه دا دي، چې نړیواله ټولنه په مکمل ډول د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو چې د سپټمبر په ۲۸ مه تر سره کېږي ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د هرو ټاکنو اعتبار د ټولو خواو مسوولیت دی او دا یوازې د ټاکنو د کمېسیون او شکایتونو د کمېسیون دنده نه ده، چې ټاکنې باوري کړي، بلکې نوماندان، مدني ټولنې، رسنۍ، دیني عالمان او نور ټول په دې برخه کې مهم رول لري.

د هغه په وینا دوی ټول باید لاس سره ورکړي او رایې ورکولو ته چې د یوې تولنې د خلکو دموکراتیک حق دی خلک منسجم کړي او خپله رایه وکاروي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټینګار کړي، هېڅوک حق نه لري، هغه افغانان چې د رایې ورکولو لپاره یې نوم لیکنه کړې، له دې حق څخه محروم کړي.

نوموړي ویلي، چې د ټاکنو اعتبار د دیموکراسۍ په زړه کې نغښتی او د رایې ورکولو حق له هر پلوه د پرمختګ او دیموکراسي نښه ده، چې په افغانستان کې په تېرو ۱۸ کلونو کې تر لاسه شوې ده.

د هغه په وینا د رایې ورکول یوازې یو مدني حق نه دی، بلکې دا په افغانستان کې د ترلاسه شویو لاس ته راوڼو ساتنه او له یوې سوله ییزې سیاسي حل لارې ملاتړ دی.

ښاغلي یاماموتو ویلي، یوناما ژمنه ده، چې د خپل ماموریت سره سم د ټاکنو په برخه کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون، د ټاکنو شکایتونو کمېسیون او افغانانو سره په ګډه د رڼو، باوري او ټول شموله ټاکنو تر سره کېدو کې همکاري وکړي.

نوموړي ویلي، له نوماندانو او رایه ورکوونکو یې هم تمه ده، چې د رڼو او شفافه ټاکنو په برخه کې خپل رول ولوبوي او له هر ډول بې نظمۍ او بې عدالتۍ څخه ډډه وکړي.

دی وایي، که چېرې کومه بېنظمي او نیوکه وي، باید ژر تر ژره د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون سره شریک شي تر څو یې په اړه جدي او بېړنۍ پلټنې پیل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ټاکنو د امنیت د تامین او دغه راز د حساسو ټاکنیزو موادو د لېږد په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ستانیه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

زار شود.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي