۰
د ټاکنو کمېسیون:

ولسوالیو ته د حساسو ټاکنیزو موادو لېږد پیل شوی، ۱۶ سوه مرکزونه تر امنیتي ګواښ لاندې دي

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۶
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، سره له دې چې د هېواد په کچه نېږدې ۱۶ سوه د رایې ورکولو مرکزونه تر امنیتي ګواښ لاندې دي، خو بیا هم له ولایتونو ولسوالیو ته د ټاکنیزو مواد لېږد لړۍ پيل شوې ده.
ولسوالیو ته د حساسو ټاکنیزو موادو لېږد پیل شوی، ۱۶ سوه مرکزونه تر امنیتي ګواښ لاندې دي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، سره له دې چې د هېواد په کچه نېږدې ۱۶ سوه د رایې ورکولو مرکزونه تر امنیتي ګواښ لاندې دي، خو بیا هم له ولایتونو ولسوالیو ته د ټاکنیزو مواد لېږد لړۍ پيل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ د ولسي جرګې د نن دوشنبې وږي ۲۵ مې په عمومي غونډه کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټول هېواد په کچه د رایې ۵۳۷۳ مرکزونه دي، چې له دې ډلې په ۳۳۶۰ مرکزونو کې هېڅ امنیتي ګواښ نشته، ۱۵۸۲ تر امنیتي ګواښ لاندې او ۴۳۱ به د امنیتي ګواښونو له امله تړلې وي.

د هغه په وینا که څه هم ۱۵۸۲ مرکزونه له امنیتي ګواښ سره مخ دی، خو امنیتي چارواکو کمېسیون ته ډاډ ورکړی، چې دغه ګواښ به له منځه وړي او ټاکنو ته به زمینه برابروي.

ننګ د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ امنیتي ګواښونه وبلل، خو زیاته یې کړه، چې له دې سره سره د ولایتونو له مرکزونو ولسوالیو ته د ټاکنیزو حساسو مواد لېږد پیل شوی دی.

دی وایي، په لومړي پړاو کې حساس مواد ۳۳ ولایتونو ته ورسول شول، چې لړۍ یې بشپړه شوې او اوس له ولایتونو ولسوالیو ته د لېږد په حال کې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه چارواکي په خبره ولسوالیو ته د ټاکنیزو حساسو مواد د لېږد لړۍ به د ټاکنو تر ورځې پورې دوام ولري.

نوموړي د رایې کارولو په اړه و ویل، چې رایه ورکوونکي بایومتریک کېږي، او د رایې ورکولو سره سم د رایه ورکوونکي ټول معلومات او شهرت مرکز ته انتقالېږي.

هغه ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو لپاره بشپړ چمتوالی لري او ټاکنې به د تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د ټاکنو په کمېسیون غږ وکړ، چې په ټاکنو کې د هر ډول درغلۍ او بې عدالتۍ مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او پوره ۱۱ ورځې وروسته به د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي