دفاع وزارت د ۶۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

25 سنبله 1398 ساعت 13:18

ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۹۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۹۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن دوشنبې د وږي ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.

سرچینه زیاتوی، افغان ځواکونو په ۱۰ ولایتونو کې ۲۰ ګډ، ۸۳ کمانډويي او ۲۹ هوايي عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې ۶۶ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، عملیات په میدان وردګ، لوګر، غزني، کندهار، هلمند، فراه، ننګرهار، بلخ، سمنګان او تخار ولایتونو کې تر سره شوی دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 120404

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/120404/

جمهور
  https://www.jomhornews.com