۰

د اناردرې لپاره طالب ولسوال او د استخباراتو مسوول وژل شوي

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۳
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال او استخباراتو د مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د اناردرې لپاره طالب ولسوال او د استخباراتو مسوول وژل شوي
کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال او استخباراتو د مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه (د وږي ۲۳مه) په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د ولسوال سید عظیم او استخباراتو د مسوول عصمت الله مشهور په انس په ګډون ۳۵ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت نن د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي نورالدین د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

دفاع وزارت وایي، په دغه برید کې ۷ نور وسله وال هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي