۰

د سمنګانو لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۵
ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي نور الدین وژل شوی دی.
د سمنګانو لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی
ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي نور الدین وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د وږي ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو نن سهار وختي د سمنګان ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ په توقسن کلي کې پر طالبانو هوايي برید کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی طالب والي له خپلو جنګیالیو سره په یوه موټر کې له یوې سیمې بلې ته روان و، چې افغان ځواکونو پرې برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د سمنګان لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي نور الدین له خپلو څلورو جنګیالیو سره یو ځای وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي