۰
د المان دفاع وزیره:

افغانستان یوازې مه پرېږدۍ، طالبان به بیا حاکم شي

یکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۴
د المان دفاع وزیرې کرمپ کارن وايي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو طالبان به یو وار بیا پر دغه هېواد حاکم شي.
افغانستان یوازې مه پرېږدۍ، طالبان به بیا حاکم شي
د المان دفاع وزیرې کرمپ کارن وايي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي نو طالبان به یو وار بیا پر دغه هېواد حاکم شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خبردای ورکړی، چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي د نړۍ او سیمې امنیت ته به جدي ګواښونه پېښ شي.

نوموړي زیاته کړې، که طالبان بیا واک ته ورسېدل، نو افغانستان کې به د ښځو حقونه پایمال او ډېر بد شرایط به رامنځ ته شي.

هغې ویلي«که موږ په فغانستان کې له خپل مسوولیته اوږې سپکې کړو، دغه هېواد کې به ډېر وحشتناک وضعت حاکم شي، بیا به د ښځو سنګسار او اعدام وي، د زور ودونه او له زده کړو به نجونې محرومې وي.»

د یادونې ده چې تر المان وړاندې د امریکا پخوانیو پوځي جنرالانو او دیپلوماتونو هم خبرداری ورکړی، که ټول ځواکونه له افغانستانه و ایستل شي، دغه هېواد به یو ځل بیا کورنیو جګړو ته ستون شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي